IQNA

د ملایشیا جشنواره  له نړیوال قرآني هنر سره د بلدتیا لپاره یو فرصت دی

16:06 - January 22, 2023
د خبر لمبر: 3486782
ایکنا-(تهران)د جنوب ختیځي آسیا په حوزې کې دعراق کلتوري سلایارې احلام نعمه الفته  ووئیل،د ځينو کسانو لباره  نورو هیوادونو ته تلل ممکنه ده آسان نه وي،خو د ملایشیا د قرآني جشنوارې  ترسره کیدا دا فرصت ټولو خلکو ته برابروي،چې دلته راشي او له نړیوالو هنري آثارو سره بلد شي.

ایکناخبری آژانس لاه ملایشیا راپور راکړ،د رستو نومې د قرآني هنرونو نړیواله چشنواره،د ملایشیا په ؛پوتراجایا؛ کې د ایران د اسلامی جمهوریت په ملګرتیا سره پیل شوې او په دغې جشنوارې کې د ملایشیا او د نورو هیوادونو  هنرمندان او دقرآن په چورلیزتوب سره هنرمندانو مختلف اسلامی آثار ،نندارې ته وړاندې شوي دي.

په ملایشیا کې د جنوب ختیځي آسیا په حوزې :ې د عراق کلتوري سلایارې میرمن ډ اکټر حلام نعمه لفته ، ددغې جشنوارې په څنډې کې  د ایکنا له خبریال سره په خبرو کې د رستو قرآني هنرونو د نړیوالې جشنوارې د کیفیّت په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې،د قرآنی کلتور په دودولو کې د دغو نندارتونونو  دترسره کیدا په مثبت رول باندې په ټينګار سره ووئيل، شخصا ډیره خوشاله یم چې ایراني هنرمند دوستان په دغه نندارتون کې وینم  اود دوي دکارونو ستاینه کوم. فکر کوم  په نړیوال ډګر کې ددغه شان نندارتونونو ترسره کیدا ډیره ګټه وره ده ،ځکه ښئ چې مونږ (یعني اسلامی هیوادونه)،  له هنري پلوه  توپیر لرو او دغه راز ډیر ډولوالی هم لرو.

  میرمن لفته روښانه کړه،دغه نندارتون، یوازې دملایشیا آثارو ته مخصوص نه دی،بلکې د جنوب او جنوب ختیځې آسیا نور هیوادونه هم پکې شتون لري او په دغه نندارتون کې د دوی دهنري اثارو هم شاهدان یوو. هیله مند یوو،په دغه نندارتون  کې او په رستو فاؤنډیشن کې  له عراقي لورو سره او دغه راز  ایرانیانو اوعراقیانو ترمینځ لازیاتې ملګرتیاوې ولر.

هغې ددغه نندارتون ترسره کیدا،له قرآن سره دکورنیو په انس او الفت او مینې کې  وبلله او وې وئیل، ددغو نندارتونونو ترسره کیدا  له اسلام او قرآن سره د خلکو مینه او دلچسپي نوره هم زیاتوي.

https://iqna.ir/fa/news/4116025/

captcha